د امام شافعي په مزار د ګنبد پرانسته وكړې شوه

قاهره 19 اپرېل (اے پي پي) د مصر د سېلګرې او د آثار قديمه وزير ډاكټر خالد العناني د امام شافعي رحمته الله په مزار د لوئې پروژې ترسره كېدو نه پس په مزار د ګنبد پرانسته كړې. په دې موقع د مصر وزير ووئيل د دې پنځه كلنې پروژې ترسره كېدل ما لپاره د اعزاز خبره ده. ده ووئيل د دې ګنبد په جوولو 22 مليونه مصري پاٶنډز مصرف شوي. ده ووئيل د كلتور نړيوالې ورځې په موقع د امام شافعي په مزار د ګنبد كار ترسره كېدل يو غوره ډالې ده.