د البانيا په جومات د وسله وال وګړي بريد٬ 5 كسان ژوبل

ترانه ۔20 اپرېل(اے پی پی) د البانيا پلازمينه ترانه په يو جومات د وسله وال وګړي بريد په نتيجه كښی 5 كسان ژوبل شوي دي۔ د برطانوي ابلاغ ذريعو له مخې دا پېښه تېره ورځ د ماسپخين لمونځ په مهال دوه نيمې بجې رامخې ته شوه۔ د پوليس له مخې د بريد په تور كښې يو 34 كلن وګړے نيولے شوے دے۔ دا وګړے د مارچ مياشت كښی په پوليس د چاقو د لارې بريد كولو يوه بله پېښه كښې هم مطلوب و۔ بلخوا رېسكيو ډلې ژوبل شوي كسان روغتون ته رسولې دي۔