د افغان جنګ مقاصد پوره شوي، د پوځ په راويستلو ټكونه كوم جواز نه لري. د امريكې خارجه وزير

واشنګټن 19 اپرېل (اے پي پي) د امريكې خارجه وزير انتوني بلنكن د افغانستان نه د امريكائي ځواكونو ويستلو په اړه د صدر جوبائيډن د ځواكونو ويستلو په پلان ټكونه مسترد كړي او وئيلي ئې دي امريكې د القاعده د بريد كولو صلاحيت ختمولو لپاره خپل مشن پوره كړے او دې نه پس په افغانستان كښې د امريكائي ځواكونو ساتل كوم جواز نه لري. د العربيه ټي وي له مخې په خپله يوه مركه كښې ده ووئيل مونږ د افغانستان څخه د امريكائي ځواكونو ويستلو پرېكړه ډېره په فكر كړې. ده ووئيل مونږ 20 كاله وړاندې افغانستان ته تللي وو. مونږ ځكه تللي وو چې په مونږ د ستمبر په يوولسمه نېټه بريد شوے ؤ. ده ووئېل مونږ په بريد كوونكو پسې تللي وو. ده ووئيل مونږ دا خبره باوري كړې چې د افغانستان خاوره به كله هم ترهګرې لپاره ونه كارولې شي. مونږ چې څه غوښتل هغه مو ترلاسه كړي. په امريكا د القاعده د بريد كولو صلاحيت ختم كړے شوے.