د افغانستان په بيلو زندانونو كښې 29 زره كسان بنديوان دي

كابل 23 فروري (اے پي پي) د افغانستان په بيلو زندانونو كښې 29 زره 248 كسان بنديوان دي۔د آريانا نيوز ايجنسي رپورټ له مخې د افغانستان د زندانونو محكمې معاون نظام الدين نورستاني ووئيل د افغانستان په بيلو زندانونو كښې په 29 زره248 بنديوانو كښې 4 زره طالبان،500 داعش او 389 غير ملكي بنديوانان دي۔ده ووئيل په افسوس سره وايم چې د افغانستان زيات زندانونه د نړيوال معيار له مخې نه دي خو بيا هم د زندانونو حالت ښه كولو له هڅې كوو