د افغانستان هلمند ولايت كښې د امنيتي ځواك عمليات ٬ 8 عسكريت خوښي ووژلې شول

کابل ۔23فروری(اے پی پی) د افغانستان ولايت په نهر سراج اولسوالۍ كښې د امنيتي ځواك عملياتو په مهال 8 عسكريت خوښي وژلې شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې د افغان امنيتي ځواكونو وياند حواله وركولو سره وئيلي دي د افغانستان هوائي پوځ د عسكريت خوښو يو شمېر پټ ځايونه په نښه كړي چې په نتيجه كښې ئې 8 عسكريت خوښي وژلې او يو شمېر نور ژوبل شوي۔ د رپورټ له مخې افغان هوائي پوځ او امنيتي ځواكونو په سوئيلي ولايت هلمند كښې خپل عمليات روان ساتلي۔ بلخوا د عسكريت خوښو لخوا په دې حقله كومه خبره نه ده رامخې ته شوې