د افغانستان نه د امريكائي پوځ بېرته ستنېدل ٬ د افغان اولس د خپل هېواد دفاع پخپله كولو وخت راغلے دے۔ د سپينې مانړۍ صلاحكار

واشنګټن۔19اپرېل(اے پی پی)د سپينې مانړۍ د قامي سلامتيا صلاحكار جكې سوليون وئيلي دي افغانستان څخه د امريكائي پوځ ستنېدو نه وروستو څوك د افغانستان د سباؤن ضمانت وركولے نه شي۔ امريكا به افغانستان كښې د ترهګرۍ په موجوده خطرو نظر ساتي۔ د برطانوي خبر رسنې ادراې له مخې هغه تېره ورځ خپله يوه مركه كښې ووئيل امريكائي صدر جوبائیډن افغانستان ته د امريكائي پوځ يو وارې بيا لېږلو كومه اراده نه لري او نه زه او نه بل څوك د دې خبرې ضمانت وركولے شي چې افغانستان څخه د امريكائي پوځ ستنېدو نه وروستو به حالات څنګه وي خو امريكا دومره كولې شي چې د د امن په ځائې كولو كښې د افغان حكومت او اولس مرسته وكړي۔ هغه ووئيل اوس وخت راغلے چې افغان اولس د خپل هېواد دفاع په خپله وكړي۔ هغه د افغان صدر اشرف غني د وېتنام جنګ په اړه د غلطې تشبيه او د طالبانو فشار له امله دامريكائي پوځ د ستنېدو امكان رد كړو۔ هغه ووئيل افغان امنيتي ځواك د خپل هېواد د دفاع صلاحيت لري