د افغانستان لوبډله به راروانه مياشت د زمباوے په ضد د 2 ټېسټ او 3 ټی -20 نړيوالو مېچونو سيريز كښې برخه اخلي

ابوظهبی۔25فروری(اے پی پی) د افغانستان كركټ لوبډله به راروانه مياشت د زمباوے په ضد د 2 ټېسټ او 3 ټی -20 نړيوالو مېچونو سيريز ابوظهبي كښې لوبوي۔ د افغانستان كركټ بورډ (اے سی بی) وئيلي دي باور لرؤ چې امارات كښې كېدونكي سيريز كښې ګډون كولو له به مونږ ته وېزا په ټاكلي وخت راكړې شي۔ د افغانستان کرکټ بورډ (اے سی بی) عهدېدارانو وېنا ده مونږ به د زمبابوے په ضد سيريز ابوظهبي كښې كوؤ۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه اولنے ټېسټ مېچ به 2 م مارچ او دويم او وروستے به 10م مارچ نه پېل كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د ټی- 20 مېچونو سيريز اولنے مېچ به د مارچ په 17 ،دويم په 19 اور درېم او وروستې ټي- 20 مېچ به په 20 مارچ باندې كېږي