د افغانستان تخار او زابل كښې په طالبانو بريد، 18 امنيتي اهلكار، يو وګړې او 8 طالبان اووژلې شول

كابل 30 مارچ (اے پی پی) د افغانستان تخار او زابل ولايتونو كښې په طالبانو بريد كښې 18 امنيتي اهلكار ٬ يو وګړې او 8 طالبان وژلې شوي۔ د تخار خواجه غر اولسوالۍ چیف محمد عمر ووئيل دا پيښه د پايه تخت كابل شمال كښې 245 كلومیټره لرې د تخار خواجه غر كښې رامخې ته شوي چرته چې طالبانو د ډسټركټ پولیس چیف محمد اسحاق په كور بريد كړې او دې نه پس ډسټركټ هیډ كوارټرز سره نزدې د واده يوې دستورې په مهال امنيتي ځواكونو سره په نښته كښې 12 پولیس اهلكار او يو وګړې مړ او 8 طالبان وژلې شوي۔بلخوا د دفاع وزارت ذريعو ووئيل په يوه بله پيښه زابل كښې رامخې ته شوې چرته چې عسكریت خوښو په پوځي چھاؤڼۍ د بريد پھ نتيجه كښې 6 افغان عسكر مړه كړې دي