د افغانستان او آئرلېنډ ترمينځه اولنے يو ورځنې مېچ په 21 جنورۍ ابوظهبي كښې كېږي

ابوظهبی۔18جنوری(اے پی پی) د افغانستان او آئرلېنډ لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو نړيوال كركټ مېچونو سيريز اولنے مېچ په 21 جنورۍ شېخ زېد سټېډيم ابوظهبي كښې كېږي۔ د افغانستان لوبډله د آئرلېنډ لوبډلې په ضد د درې يو ورځني مېچونو سيريز كښې ګډون لپاره يو اے اي كښې موجود ده۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو مېچونو سيريز دويم مېچ به په 24 جنورۍ كولې شي او درېم او وروستې مېچ به په 26 جنورۍ كولې شي۔ دا درې واړه مېچونه به په شېخ زېد سټېډيم كښې كولې شي۔ د آئرلېنډ د لوبډلې مشري به اېنډریو بالبیرنی او د افغانستان اصغر افغان كوي