د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د اېبټ آباد پرېس كلب صدر محمد عامر شهزاد جدون په مشرۍ كښې پلاوي سره ملاقات

ایبټ آباد۔23جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د خبريالانو خېر ښېګړې ٬ د درملنو آسانيو او د بېلو مسئلو حل له به د جرنلسټس پروټېکشن بل اسمبلۍ څخه منظوري ډېر زر واخلو۔ د سيمه ايزو ژبو ترويج كښې به هندكو د راديو په خپرونو كښې شاملولو سره سره په اېسوس ي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پی پی) كښې د هندكو څانګه هم جوړوؤ۔ د پی ټی وی بېورو او د راديو پاكستان ملازمين به اېبټ آباد كښې په ځائې كړؤ۔ هغه تېره ورځ اسلام آباد كښې د اېبټ آباد پرېس كلب صدر محمد عامر شهزاد جدون په مشرۍ كښې پلاوي سره ملاقات كښې خبرې كولې۔ په دې موقع د قومي اسمبلۍ غړې علي خان جدون ٬ پی آئی او پی آئی ډی، د اېبټ آباد پرېس کلب غړي طارق تنولی، عبدالواسع خان، هارون تنولی، ارشد سواتی، سید کمال حسېن شاہ او مطیع الرحمن تنولی هم موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل هزارہ ښېرازه منطقه ده۔ د اېبټ آباد پرېس كلب خبريالانو ته د درملنو آسانيو وركول باوري كولو او د دوئي خېر ښېګړې له به عملي ګامونه پورته كوؤ۔ هغه ووئيل د تحريك انصاف حكومت د مايوسو ختمولو عزم لري۔ دې نه وړاندې د قومي اسمبلۍ غړي علي خان جدون د اېبټ آباد پرېس كلب خبريالانو لخوا د هزاره پرمختګ او امن لپاره روانو هڅو نه وفاقي وزير خبر كړو۔ وفاقي وزير ووئيل ميډيا د اولس مسئلې د اقتدار ايوان ته د رسولو يوه مهمه ذريعه ده۔ هغه ووئيل د تحريك انصاف حكومت د خپل منشور له مخې د عام وګړي ژوند غوره كولو له د خېر ښېګړې يو شمېر منصوبې پېل كړې دي۔ هغه ووئيل صحت انصاف كارډ شناختي كارډ سره يو ځائې كولو سره هرې يوې كورنۍ ته د 7 لكهه روپو د درملنو آساني وركول يوه لويه كارنامه ده۔ هغه ووئيل د تحريك انصاف حكومت انقلابي ګامونو سره پي ډي اېم وېرې اخستې دې۔ د دوئي د غبارې نه به ډېر زر هوا وځي۔ په دې موقع د اېبټ آباد پرېس كلب صدر عامر شهزادم وفاقي وزير د اېبټ آباد خبريالانو ته پېښو مسئلو نه خبر كړو۔ په دې وفاقي وزير فرورۍ كښې د اېبټ آباد دورې كولو او د اړوندو مسئلو حل كولو باور وركړو۔