د اسيان د خزانې وزيرانو غونډه

فرېنكفرټ 05 مئي (اے پي پي﴾ د سوئيلي ختيزې اسيا د بېلا بېلو هېوادونو تنظيم اسيان د خزانې وزيرانو غونډه د المان په فرېنكفرټ ښار كښې وشوه۔ د راپور له مخې د اسيان د غړو هېوادونو د خزانې وزيرانو او مركزي بانكونو مشرانو د المان په فرېنكفرټ ښار كښې د چين ٬ جاپان او د سوئيلي كوريا د خزانې وزيرانو او د مركزي بانكونو مشرانو سره په شريكه غونډه كښې په يو شمېر اقتصادي چارو اتفاق كړے