د اسرائیل لاره نيولو لپاره به امريكې له خپل كردار لوبول وي

اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې د اسرائیل لاره نيولو لپاره به امريكې له خپل كردار لوبول وي٬ په اسرائيل يوازې امريكا اثر انداز كېدې شي٬ فلسطين كښې وينې بهېږي٬ په بې ګناه وګړو جبر كېږي٬ نړيواله ورورولي د دې څخه لا تعلق نشي پاتې كېدې، په قبله اول بريد اسلامي نړۍ لپاره د نه قبلېدو وړ دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل د او آئي سي هنګامي غونډې خپل واضح موقف وړاندې كړې دې٬ د ګردې نړۍ اولس په سړكونو دي او د خپل غم او غصې څرګندونه كوي، واكمن خامخه د مصلحتونو ښكار كېدې شي خو اولس بېخي واضح دي۔ ده ووئيل د فلسطين د اولس غږ نشي غلې كېدې٬ په ننني دور كښې هر كس موبائل خبريال دې٬ حقيقت به پټ نه كړې شي، دې لپاره زه دا وائيم چې د سلامتي كونسل په تېره غونډه كښې زيات خلق مايوسه شوې دي ځكه چې د سلامتي كونسل په قرارداد د يو قوت په سبب اتفاق ونه كړې شو او ھغه ويټو شو۔ خارجه وزير ووئيل كله چې اولس رامينځ ته شي نو ھغوي په هر ډول ويټو حاوي شي، نن نه يوازې په اسلامي بلكې په لويديزه نړۍ كښې هم داسې شعور لرونكي خلق څوك چې د بشري حقونو او د مذهبي آزادۍ قائل دي يو موټې كېږي او دا غږ لا زور سره راپورته كېږي۔ ده ووئيل پرون ما ته د فلسطين د خارجه وزير پېغام ترلاسه شوې٬ ھغه د پاكستان د موقف ستائنه كړې ده۔ ده ووئيل د او آئي سي په غونډه كښې د اسلامي نړۍ خارجه وزيرانو د غندنې خپل خپل بيان رېكارډ كړې دې او د فلسطين پحقله ئې د خپل تشويش او غم او غصې څرګندونه كړې ٬ په سلامتي كونسل كښې هم په دې مسئله بحث شوې٬ د اروپائي ائتلاف خارجه وزيران به هم (نن) د نهې په ورځ نشست كوي او دا هم هڅې روانې دې چې د عمومي اسمبلۍ هنګامي غونډه دې هم طلب كړې شي۔ خارجه وزير شاہ محمود قرېشي ووئيل د اسرائيل د جارحيت لاره نيولو لپاره به اولس له فلسطين سره ودرېدل وي٬ اولس لپاره به خپل اړوند پايه تخت كښې په پارلمانونو كښې غږ پورته كول وي، میډیا له به هم موثره غږ پورته كول وي او اولس له به د فلسطين وګړو سره د يوالي څرګندونه كول وي۔ ده ووئيل زه به نن د شپې تركيه ته ځم٬ د فلسطين او سوډان خارجه وزيران هم تركيه ته راروان دي، د څلورو هېوادونو خارجه وزيران به د تركيه نه نيويارك ته ځي٬ مونږ به د عمومي اسمبلۍ د غونډه رابللو غوښتنه كوٶ