د اسرائيل او فلسطين په شخړه د سلامتي كونسل غونډه به ﴿نن﴾ كېږي

جنېوا 15 مئي (اے پي پي) د اسرائيل او فلسطين په شخړه د سلامتي كونسل غونډه به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ كېږي. دا غونډه د تيونس، ناروے او چين په خواست رابلل شوې ده. د اسرائيل اتحادي هېواد امريكې تراوسه د اسرائيلي اقداماتو دفاع كړې خو په غزه كښې ئې د وګړو په وژنو اندېښنه هم ښودلې. د امريكې خارجه وزير تېره ورځ د اسرائيل او فلسطين مشرانو سره خبرې كړې دي او دوي ته ئې وئيلي دي چې جګړه دې ودروي.