د ارواښاد اسامه ستي كورنۍ وزيراعظم سره ملاقات ٬ په حكومتي ګامونو او جوډيشل انكوائري رپورټ د اطمينان څرګندونه

اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) وفاقی پلازمينه اسلام آباد كښې د وژل شوي ځوان اسامه ستي پلار ٬ غمجنې كورنۍ او جسټس فار اسامه ستی جوائنټ اېکشن کمېټۍ د اسامه ستي وژنې پېښې حوالې سره وزيراعظم عمران خان سره ملاقات وكړو۔ هغوي په حكومتتي ګامونو او جوډيشل انكوائري كمېټۍ د اطميان څرګندونه كړې۔ د جسټس فار اسامه ستی جوائنټ ایکشن کمېټۍ غونډه د ارواښاد اسامه ستي پلار نديم يونس په مشرۍ كښې وشوه۔ د غونډې په مهال وزيراعظم سره شوي ملاقات ٬ جاري كړی شوي جوډيشل انكوائري رپورټ او د مقدمې پلټنيو په اړه جوائنټ اېکشن کمېټی خبر كړې شوه۔ د ارواښاد اسامه ستي پلار ٬ نورو پسماندګانو او جوائنټ اېكشن كمېټۍ وزيراعظم سره په ملاقات ٬ حكومتي ګامونو او په جوډيشل انكوائري رپورټ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ غونډې ته خطاب كښې د كمېټۍ مشر محمد سفیان عباسی د پاكستان وزيراعظم او د داخله كمېټۍ چيئرمېن راجه خرم نواز مننه كولو سره هيله ولره چې هغوي به مجرمانو ته سزا وركولو د او قانون سازۍ د لارې پوليس اصلاحات له خپل كردار ترسره كړي۔