د ارشد ستار د نوموړي پهلوان سراج الدين عرف ساجا په مړينه غمرازي

اسلام آباد۔17جون(اے پی پی) د پاكستان رېسلنګ فېډرېشن سېکرټری جنرل ارشد ستار د نوموړي پهلوان سراج الدين عرف ساجا په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ هغه دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې هغه ووئيل چې لوبو ته وده وركولو له به د ارواښاد خذمات ټول عمري ياد ساتلې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سراج دین پهلوان کامن وېلتھ ګېمز كښې د ګولډ مېډل په شمول په نړيواله كچه يو شمېر مېډلز ترلاسه كړې وو۔ هغه د 1960 او 1964 اولمپکس كښې د پاكستان نمائندګي هم كړې وه۔