د ابوظهبي اېچ اېس بي سي اوپن ګالف ټورنامنټ 16م اېډيشن ﴿سبا﴾ پېل كېږي

ابوظهبي 19 جنوري (اے پي پي) د ابوظهبي اېچ اېس بي سي اوپن ګالف ټورنامنټ 16م اېډيشن به ﴿سبا﴾ د زيارت په ورځ د جنورې په 21مه نېټه په ابوظهبي ګالف كلب كښې پېل كېږي. ټورنامنټ لپاره چمتووالے نيولے شوے. په ټورنامنټ كښې به د ګالف د نړۍ نامتو لوبغاړي برخه اخلي. دا يو اروپائي ټورنامنټ دے كوم چې په وړومبي ځل په كال 2006م كښې په يو اے اي كښې شوے و. په ټورنامنټ كښې به د برتانيې ګالفر جان ويسټ ووډ د خپل اعزاز دفاع كوي. ټورنامنټ لپاره 70 لكه امريكائي ډالره انعام اېښودلے شوے.