د آذربائیجان سټوډنټس اولمپک فټ سال لوبډله به جون كښې پاكستان ته راځي

اسلام آباد۔16فروری(اے پی پی) د آذربائیجان سټوډنټس اولمپک فټ سال لوبډله به جون كښې پاكستان ته راځي۔ تېره ورځ د پاكستان سټوډنټس اولمپک اېسوسی اېشن صدر مقبول آرائیں ووئيل د آذربائیجان سټوډنټ اولمپک فټ سال لوبډله به كراچۍ كښې پاکستان سټوډنټ اولمپک فټ سال لوبډلې سره د درېو مېچونو سيريز كوي۔ په دې لړ كښې د پاکستان سټوډنټ اولمپک فټ سال لوبډلې لوبغاړو ټاكنې له درې ورځنې ټرائل اپرېل كښې اول اسلام آباد او بيا كراچۍ كښې كېږي۔ د ټرائلز په مهال د ښې كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو 20 لوبغاړو ټاكنه به كولې شي او دې لوبغاړو ته به دوه مياشتې ټرېننګ وركولے شي او د مئي په وروستۍ اونۍ كښې به د 12 كسيزه ډلې اعلان كولې شي