د آذربائيجان سټوډنټ اولمپك فټ سال ډله جون كښې د پاكستان دوره كوي

اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د آذربائيجان سټوډنټ اولمپك فټ سال ډله به د جون پھ مياشت كښې د پاكستان دوره كوي۔تېره ورځ د پاکستان سټوډنټ اولمپك ایسوسی ایشن صدر مقبول آرائيں وئېلي دي د آذزبائیجان سټوډنټ اولمپك فټ سال ډله به په كراچۍ كښې د پاكستان سڼوډنټ اولمپك فټ سال ډلې سره د دريو ميچونو سيريز كوي۔په دې لړ كښې د پاکستان سټوډنټ اولمپك فټ سال ډلې ټاكنې له به درې ورځنۍ ټرائلز د اپرېل په وړومبۍ اونۍ اسلام آباد او كراچۍ كښې كېږي۔د ټرائلز په مهال به ښه كاركردګي ښوونكي 20 لوبغاړي ټاكلې شي او دې لوبغاړو ته به تر دوو مياشتو تربيتي كېمپ كښې تربيه وركولې شي ۔د مئي په آخرې اونۍ كښې به د 12 لوبغاړو نامې اعلانولې شي