خېبر پښتونخوا كښې پيپلزګوند د شهيدې بې نظير بهټو سالګرې لمانځلو پرېكړه كړې

پېښور18جون (اے پي پي)پاکستان پيپلز ګوند خېبرپښتونخوا د شهيدې بې نظير بهټو سالګرې په بشپړه توګه د لمانځلو پرېكړه كړې ده۔ په دې لړ كښې د جمعې په ورځ د ګوند صوبائي صدر ووئيل چې د جون په 21مه نېټه به د شهيدې بي بي سالګره جوش او جذبې سره لمانځلې شي او د سالګرې دستورې به د صوبې په ټولو ضلعو ٬تحصيلونو٬ ريجن كښې هم كېږي