اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې په سوات درياب ميګا پراجيكټ مومند ډېم باندې كار په تندۍ سره كار روان دے،په دې بند كښې د اوبو د ذخيره كولو صلاحيت 1.2 مليونه ايكړ فټ دے ۔د دې بند سره به 810 ميګاواټ برېښنا پيدا كېږي۔ دې بند سره به پېښور ، چارسده او نوښار كښې د سيلاب مخنيوي سره سره د خېبر پښتونخوا سرښار پېښور ته د ورځې 300 مليونه ګيلن اوبه څښلو لپاره هم وركړے كېږي۔ په دې بند شپه ورځ كار كېږي ۔ واپډا د ځائې وګړو لپاره پراجيكټ ايريا كښې تعليمي ادارې ، صحت او نورو آسانيو له د 4 اربه روپو څخه زياتې خرڅ كوي۔ دې بند سره به د كال 2862 ميګاواټ برېښنا پيدا شي او په دې به 3 اربه ډالره لګښت راځي