خېبر پختونخوا كښې د كورونا وائرس د لاسه يو بل ډاكټر په حق ورسېد

پېښور ۔5 مارچ(اے پی پی) خېبرپختونخوا كښې د كورونا وائرس د لاسه يو بل ډاكټر په حق ورسېد چې ورسره صوبه كښې د كورونا وائرس د لاسه د حق رسېدليو ډاكټرانو شمېره 47 ته رسېدلې۔ د صوبائي ډاكټر اېسوسي اېشن له مخې ډاکټر صغیر احمد د اوږدې ناروغتيا نه پس د اسلام آباد شفا روغتون كښې په حق رسېدلے۔ هغه كورونا وائرس ځپلے ؤ ٬ ګردو ئې كار پرېښودلے ؤ او د څو ورځو نه په وېنټيلېټر ؤ۔