خېبر پختونخوا كښې د ضلعو او تحصيل بار اېسوسي اېشن كلنې ټاكنې د مارچ په 27 مه نېټه كېږي

هری پور۔27جنوری(اے پی پی) د خېبر پختونخوا د ضلعو او تحصيل بار اېسوسي اېشن كلنې ټاكنې د مارچ په 27 مه نېټه كېږي۔ د خېبرپختونخوا بارکونسل وياند له مخې ګرده صوبه كښې د ضلعو او تحصيل بار اېسوسي اېشن كلنې ټاكنې به د مارچ په 27 مه نېټه كولې شي ۔ د خېبر پختونخوا بار کونسل د صوبې ضلعو او تحصيل بار اېسوسي اېشن ټاكنو له د رائې وركوونكو فهرست جاري كولو له نادهنده وكيلانو ته هدايت كړے چې هغوي تر كال 2019ﺀ خپل بقاياجات د روانې مياشتې تر 31 مې نېټې ادا كړي دغسې چې د بار اېسوسی اېشن ټاكنو له د رائې وركوونكو فهرست كښې د هغوي نامې شامل كړې شي او هغوي ټاكنو كښې برخه واخستلې شي