ختيز جاپان كښې د 5.0 شدت زلزله، د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع ترلاسه شوې نه ده

ٹوکیو ۔ 17 جولائی (اے پی پی) ختيز جاپان كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي ولې د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع ترلاسه شوې نه ده۔ د امریکائي جیولوجیکل سروے ترمخه په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 5.0 ریکارډ كړې شوې۔ د زلزلې مركز د پلازمينې ټوكيو په قطبي ختيز كښې اباراکی كښې 40 كلوميټره ژوره كښې ؤ۔ د راپور ترمخه دا جړقونه د ځائي وخت مطابق د غرمې 24 دقيقې دپاسه 1 بجه محسوس كړې شوې۔ ولې تر دې دمه د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع ترلاسه شوې نه ده دا خبره دې ياده وي چې جاپان كښې مارچ 2011ء كښې د راغلې زلزلې او سونامي په سوب 15 زره څخه زيات كسان مړه شوي وو۔