خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره د كوېتي همڅنګ ډاكتر احمد ناصر المحمد الصباح ملاقات

اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د انطاليه سفارتي فورم په موقعه د خالي په ورځ د كوېت همڅنګ شېخ ډاكتر احمد ناصر المحمد الصباح سره ملاقات وكړو۔ دواړه خارجه وزيران د پاكستان او كوېت ترمينځه تل پاتې ستراتيجيكي هكارۍ لپاره بشپړه تګلارې وضعه كولو ته صلاح شول۔ د خارجه دفتر له مخې د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان كوېت سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي كومې چې په يو ډول عقيده او د اقدارو په ژور تړون اډانه لري۔ كوېت كښی مېشته پاكستاني وګړي د څو لسيزو نه د كوېت په تعمير او پرمختګ كښې د خپلې برخې كردار ترسره كوي۔ خارجه وزير په وېزو لګولې شويو بندېزونو كښې د نرمۍ په كولو د كوېتي خارجه وزير مننه كولو سره ووئيل پاكستان د فوډ سېكورټي څانګه كښې د كوېت مرستې له چمتو دے۔ دواړه خارجه وزيران په سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو ته صلاح شول۔ د كوېت خارجه وزير خپل پاكستاني همڅنګ ته د كوېت دورې كولو بلنه وركړه كومه چې هغه مننې سره قبوله كړه۔