خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ظفر زبيري په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د پاكستان تحريك انصاف كاركن ظفر زبيري په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ۔ د زيارت په ورځ جاري بيان كښې خارجه وزير ووئيل د ظفر زبيري د مرګ خبر په اوريدو ډير غمجن شوے يم،د ظفر زبيري په مړينه تحريك انصاف د يو مخلص او ښه كاركن څخه محروم شوے۔ خارجه وزير دعا اوكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔