خارجه وزير شاه محمود قريشي د اے اېن پي لارښودې بېګم نسيم ولي خان په مړينه خواشيني وښودله

اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي د اے اېن پي لارښودې بېګم نسيم ولي خان په مړينه خواشيني ښودلې. د اتوار په ورځ د غمرازې په بيان كښې خارجه وزير د بېګم نسيم ولي خان كورنۍ سره غمرازي وكړه او دعا ئې وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادې ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.