حکومت د سېلګرغ ودې او پاکستان كښې ځوانانو له د روزګار موقعې پيدا کولو له چمتو دې، وزير اعظم عمران خان د ورثه ټريل پرانستي نه پس خبرې اتري

جهلم 28 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې حکومت سيلګرۍ ته وده وركولو او پاکستان كښې ځوانانو له د روزګار موقعې پيدا کولو له چمتو دې،لوے څښتن هېواد له څلور موسمونه ، سمندر ، دنګ غرونه ،سالټ رينج، سولائزيشن او تاريخي ځايونه وركړي،سيلګرۍ سره به د روزګار موقعې پيدا شي،د سېلګرۍ کاميابۍ كښې د ځائي وګړو لوئ کردار وي۔ د اتوار په ورځ جهلم ضلع نندانه قلعه كښې البيروني پوائنټ (باغن والا ملي) كښې ورثه ټريل پرانستې ته پس خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل زمونږ د تاريخي ځايونو او قومي ورثې تحفظ په مونږ فرض دې او دې څخه نوي نسل خبرولو ته اړتيا ده۔دا منصوبه د سيلګرۍ ودې او قومي سيلګرۍ تګلارې 30-2020 له مخې وزير اعظم عمران خان د وژن برخې په توګه پيل شوي وه۔په دې موقع د سائنس او ټيکنالوجي وزير فواد احمد چوهدري ، د وزير اعظم خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري ، د پنجاب وزير اعلي عثمان بزدار او سينئر افسران هم موجود وو۔وزير اعظم ووئيل نړۍ كښې كوم هم قوم د خپل تاريخ پيژندلو نه غير پرمخټك نه شي كولې۔ده ووئيل بايد مونږ د خپلو تاريخي ځايونو او ودانو حفاظت وكړو۔ده ووئيل د سيلګرۍ ودې سره سره د سيمې پرمختګ لپاره باغن والا له نور آسانيو وركولو په شان هوټلو ، ريستوران وغيره پرمختګ سره سره جديد كلي جوړولې شي۔وزير اعظم عمران خان ووئيل په دې سيمه كښې په ابو ريحان البيروني کار نه دې شوي۔ پرمختللي هېوادونو كښې په دې كار شوي۔ده ووئيل هر يو قوم د خپلې تاريخي ورثې تحفظ كولو نه غير مخ په وړاندي نه شي تللې،تاريخي ځايونو حفاظت څخه نوي نسل خبرولو ته اړتيا ده،کوم هم قوم د خپل تاريخ موازنه کولو نه غير مخ په وړاندي نه شي تللي،په البيروني كار كولو سره به د سيمې پرمختګ او دې سيمې ته د سيلګرۍ تاريخي حيثيت وركولو كښې به مرسته وشي،مونږ هڅه كوو چې دلته ماډل ويلج جوړ كړو،ځوانانو له روزګار وركولو لپاره سياحتي ځايونو ته پرمختګ وركوو۔ده ووئيل سوئټزرلينډ، ملائشيا،سري لنکا او ترکيه كښې سيلګرۍ ته وده د ځائې وګړو د اړخه مناسب خيال ساتلو سره وركړې كيږي۔وزير اعظم د ځائې وګړو سره خپلو خبرو كښې ووئيل حکومت سيلګرو لپاره هوټلو ، ريستوران او اړوندو آسانيو وركولو له به د سيمې ځوانانو له په آسان شرطونو قرضې وركړي۔ده ووئيل ځائېي وګړو له باور وركوم چې حکومت به د زيتون بوټي نالولو سره سيمه كښې د ځنګلو حفاظت کوي۔