حکومت د احتجاج په لاره كښې خنډان نه دي رامخې ته كړي٬ د اسلام آباد په سترو لارو د ټرافېك رواني د عمران خان د جمهوريت پسندۍ ثبوت دے۔ د وفاقي وزير سېنېټرشبلي فراز ټويټ

اسلام آباد 19 جنوري(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي حکومت د احتجاج په لاره كښې كوم ډول خنډان نه دي رامخې ته كړي٬ د اسلام آباد په سترو لارو د ټرافېك رواني د عمران خان د جمهوريت پسندۍ ثبوت دے۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې وفاقي وزير سېنيټر شبلي فراز ووئيل قام دا خبره نه ده هېره كړې چې د مسلم ليګ (ن) حكومت د تحريك انصاف د كاركنانو په سوله ايز احتجاج تشدد كړے ٶ۔ ده ووئيل قام كله هم د ماډل ټاٶن پېښه نشي هېرولې