حكومت په هېواد كښې د سرمايه كارۍ او د صنعتي او معاشي پرمختګ ودې لپاره هڅې كوي۔د سي پیك له مخې اقتصادي ځايونو سره به خوشحالي راشي او صنعتي پاكستان به جوړ شي۔د وزيرمملكت عاطف بخاري د سي پیك د صنعتي مرستې كنفرنس ته وېنا

پیښور 04 مارچ (اے پي پي) وزيرمملكت او د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن عاطف بخاري وئېلي دي حكومت په هېواد كښې د سرمايه كارۍ او د صنعتي او معاشي پرمختګ ودې لپاره هڅې كوي۔د سي پیك له مخې اقتصادي ځايونو سره به خوشحالي راشي او صنعتي پاكستان به جوړ شي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ په پېښور كښې د وفاقي سرمايه كارۍ بورډ تر سيوري لاندې د سي پیك صنعتي مرستې كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړې۔عاطف بخاري ووئيل اقتصادي ځايونه به د يو خوشحاله او صنعتي پاكستان سبب جوړ شي٬د سي پیك په دوهم پړاؤ كښې بايد نجي څانګه راوړاندې شي۔ده ووئيل په دې خاص اقتصادي ځايونو كښې به د ټېكسټائل انجينئرنګ٬برېښنا٬اليكټرانكس٬كميكل پينټ٬كركيلې٬فورډ پراسېسنګ او د پېكجنګ صنعتونه جوړولې شي