حكومت په موټروېز او ټولو قامي لويو لارو د انټېلي جنس ټرانسټورټ سسټم لګولو هڅې كوي. د وفاقي وزير مراد سعيد دستورې ته وېنا

APP01-240221 ISLAMABAD: February 24 – Federal Minister for Communication Murad Saeed addressing during handing over ceremony of ambulance to National Highway and Motorway Police. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي حكومت په موټروېز او ټولو قامي لويو لارو د انټېلي جنس ټرانسټورټ سسټم لګولو هڅې كوي چې دغسې جديد ټېكنالوجۍ سره سفر محفوظ كړے شي، د هېواد وړومبې روډ سېفټي پاليسي معرفي كړې شوې او په دې به عمل باوري كولے شي. ده دا خبرې د اېمبولېنس ګاډو سپارلو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل د ملتان- سكهر په موټروے د وړاندې نه آئي ټي اېس سسټم لګولے شوے. ده ووئيل دې نظام سره به 16 قسمه خلاف ورزې د ډېجيټل سسټم د لارې ونيولے شي. ده ووئيل په راتلونكو شپږو اوو مياشتو كښې به په موټروے او ټولو لويو لارو آئي ټي اېس سسټم فعاله كړے شي.