جي 7 هېوادونو په ميانمار كښې په مظاهرچيانو د پوځ د تشدد غندنه وكړه

پېرس 23 فروري (اے پي پي) جي 7 هېوادونو په ميانمار كښې په مظاهرچيانو د پوځ د تشدد غندنه كړې. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د جي 7 هېوادونو خارجه وزيرانو په يو بيان كښې د ميانمار د امنيتي ځواكونو لخوا په مظاهرچيانو د تشدد كولو غندنه كړې او وئيلي ئې دي د ميانمار آمرانه حكومت دې د زغم څرګندونه او د بشري حقونو او نړيوال قوانين احترام وكړي.