جنوبي افريقه، نامعلومو وسله والو په ډزو 4 كسان مړه، يو ژوبل

جوهانسبرګ 28 فروري (اے پي پي) جنوبي افريقې مچلز پلين ښار كښې نامعلومو وسله والو په ډزو 4 كسان مړه او يو ژوبل شوې دې۔د چين خبر رسني اداري له مخې لويديز كيپ ټاون پوليس وياند آندرے ټروټ ميډيا ته ووئيل د نامعلومو وسله والو په ډزو مچلز پلين ښار كښې 4 كسان مړه او يو ژوبل شوي د كومو عمرونه چې 30 نه تر 64 كاله ښودلې شوي۔ ده ووئيل د پېښې نه پس ملزمان پښو وېستلو كښې بريالي شوي۔ پوليس د نامعلومه ملزمانو په ضد مقدمه درج كولو سره ټوله سيمه محاصره كړي او پلټنې ئې پيل كړي۔