تر اطلاعاتو رسنې بل سره به د اولس د پرمختيائي او غېر پرمختيائي منصوبو او خرڅونو پحقله ټولو معلوماتو ته رسنه ممكن شي

APP60-04 ISLAMABAD: May 04 – MD APP Masood Malik answering the question during a seminar “Use of Right to Information Laws for Investigative Journalism in Pakistan” at Preston University. APP photo by Sadia Sehar

اسلام آباد 4 مئي (اے پي پي)د اېسو سي اېټډ پرېس آف پاكستان منېجنګ ډائرېکټر مسعود ملك وئيلي دي صوبو كښې تر اطلاعاتو رسنې بل سره به د عام وګړي د پبلك سروس پحقله د ادارو د پرمختيائي او غېر پرمختيائي منصوبو او خرڅونو پحقله ټولو معلوماتو ته رسنه ممكن شي٬ الېكټرانك او پرنټ ميډيا دې بې پرې رپورټنګ باوري كړي ٬ د صوبو نه پس وفاق هم اطلاعاتو ته د رسنې بل جوړوي كوم چې خوشبينه دې٬ د ژوند ټولو څانګو سره تعلق لرونكو او په خاص توګه زده كوٶنكي د ټولنې مسئلې د سيټزن ژورنالزم د لارې رامخې ته كولو كښې به خپل كردار ولوبي۔ دا خبرې ده د شورو په ورځ د اے پي پي سسټېن اېبل ډوېلپمنت (اېس اېس ډي او) د پرسټن پوهنتون په اشتراك سره پاكستان كښې د تحقيقاتي صحافت څانګې كښې تر اطلاعاتو رسنې قوانينو كارولو” په سرخط سېمينار ته وېنا كښې وكړې