ترهه ګر د هېڅ خواخوږۍ جوګه نه دي

ریاض 14 ستمبر (اے پي پي)د سعودی عرب مفتی اعظم الشېخ عبدالعزیز بن عبداللہ آل الشېخ د قانون نافذ كوٶنكو ادارو لخوا د ترهه ګرو په ضد كاروائي كولو او د ترهه ګرو سازشونه ناكامه كولو ستائنه كولو سره وئيلي دي ترهه ګر د هېڅ نرمۍ او خواخوږۍ جوګه نه دي۔ د سعودي ټي وي ون په فتاوېٰ پروګرام كښې خپلو خبرو كښې عبد الله الشېخ آل ووئيل د سټېټ سكيورټي پېزيډينسي چارواكو په بهرنۍ اېجنډا كار كوٶنكي جاسوسان او د ترهه ګرو په ضد كامياب عمليات كولو سره هېواد د لوي زيان نه بچ كړې زه د امنيتي ادارو د كاركردګۍ نه مطمېئن يم او د ھغوي قربانيو او هلو ځلو ته پېزوئنې وړاندې كوم۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې د سعودي مفتی اعظم ووئيل د ترهه ګرۍ او د ګمراهۍ لاره پرېښودنكو او په نېغه لاره تلونكو لپاره دروازې پرانستې دي خو زمونږ د عقائدو او د هېواد په ضد هڅو كٶونكو عناصرو سره به هېڅ قسمه نرمي نه شي كولې