تركيه په جمهوريت باور لري، صدر اردوان

استنبول 27 فروري (اے پي پي) د تركيې صدر رجب طيب اردوان وئيلي دي چې مونږ د پوځي اقتدار قائل نه يو په جمهوريت باور لرو۔ د تركيې نشرياتي داراې له مخې استنبول كښې ميډيا سره د خبرو په مهال د يوې پوښتنې په ځواب ده آرمينيا كښې د پوځي بغاوت د هڅې په اړه ووئيل د هر ډول پوځي بغاوت په ضد يو مونږ په دې باور لرو چې د اقتدار د بدلولو حق يواځي اولس ته ترلاسه دې۔ده ووئيل د آرميني وزير اعظم نيكول پاشنيان د اولس په نظر كښې پريوتې دې خو د هغه د حكومت په ضد د پوځي بغاوت ارتكاب غير جمهوري عمل دې، په اقتدار كښې بدلون راوستلو حق د آرمينائي د اولس دې د كومې پريكړه چې هم هغوي له كول دي۔