بولان، ترافيكي پېښه كښې دوه كسان مړه ٬ دوه نور ژوبل

کوئټه۔3فروری(اے پی پی) بولان كښې پنجره پل ته نزدې د موټر او مزدا ګاډي ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې په موټر كښې ناست دوه كسان په مړه او دوه نور ژوبل شول۔ د لېویز چارواكو له مخې پنجره پل ته نزدې د تند رفتارۍ د لاسه د موټر او مزدا ګاډي ترمينځه د ټكر پېښه رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې ئې سعد الله او احسان الله په ځائ مړه او محمد صديق او نصيب الله ژوبل شو۔ د حق رسېدليو مړي او ژوبل شوي سول روغتون ډھاډر ته منتقل كړې شوي دي۔ د حق رسېدليو او ژوبل شويو كسانو تعلق چمن سيمې سره ښودلے شوے دے