بلوچستان چمن سيمه كښې د مورنو ژبو ورځ ولمانځلې شوه

کوئټه 24 فروري (اے پي پي) د بلوچستان چمن سيمه كښې هم د مورنو ژبو ورځ قاضي ملا عبدالسلام پښتو اولسي لائبريري كښې لمانځلې شوې۔ په وړومبي سېشن كښې اديبانو د پېښو ژبې اهميت فرهنګ او عروج او زوال په اړه مقالې وړاندي كړې ۔ دويمه ناسته كښې د پښتو مشاعره وشوه چې پكښې نوموړو شاعرانو خپل كلامونه په مخصوص لب او لهجه او ښه انداز وړاندې كړل۔ د مشاعرې محفل پيل كيدو څخه وړاندې وګړو په ګڼ شمير لائبريري كښې د خپلې ژبې سره د مينې څرګندونه وكړه