بلوچستان په لرې پرتو او خاص توګه وروستو پاتې سيمو كښې د خوراك او غذائيت په بابله اولسي كمپائن چلولو ته اړتيا ده

کوئټه۔23فروری(اے پی پی) د بلوچستان ګورنر امان الله خان ياسين زئي وئيلي دي بلوچستان كښې د كركيلې ، مهيانو نيولو او خصمانې او د لائیو سټاک څانګې په كوټلو بنيادونو اودرولو له به د اوبو ذخېرې زياتول وي۔ د خوراك او غذائيت په حقله د حكومتي ګامونو سره سره د نړيوالو ادارو مرستې او لارښودنې ته هم اړتيا ده۔ دا خبره هغه د نهې په ورځ پاكستان كښې د ملګرو ملتنو د فوډ اېنډ اېګرېكلچر آرګنائزیشن کنټری استازې ریبیکابیل سره ملاقات كښې وكړه۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې ګورنر ووئيل د موسمياتي بدلون او د بارانونو د لاسه د بلوچستان په كركيله او لائيو سټاك منفي اغېز پرېوزي۔ هغه ووئيل د كرونده ګرو او د څاروو لرونكو خواري او هڅې د قامي پېداوار زياتېدو سبب ګرځي ځكه ضروري ده چې د دوي استعداد زيات كړے شي او دوي ته د كركيلې او لائيوسټاك نوې مهارتونه وښودلے شي۔ هغه ووئيل د بلوچستان په لرې پرتو او په خاص توګه وروستو پاتې سيمو كښې د خوراك او غذائيت په بابله اولسي كمپائن چلولو ته اړتيا ده