بلاول بايد د خپلې نالائقۍ او نااهلۍ ملبه په نورو نه اچوي۔ د بې وزليو او مزدورانو د حقونو غږ پورته كوؤنكو پنشن اخستونكي هم نه دي بخښلې۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د بلاول بھټو په تقرير غبرګون

اسلام آباد۔16جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي بلاول بايد د خپلې نالائقۍ او نااهلۍ ملبه په نورو نه اچوي۔ تا ته دومره معلومه نه ده چې ستا په خپله صوبه كښې 2 زره 25 ملین کیوبک فټ ګاز پېدا كېږي۔ دغه كښې 1784 ملین کیوبک فټ سندھ كاروي او 200 ملین کیوبېک فټ پاور او فرټیلائزرز پلانټس ته وركولے شي۔ يوازې 110 ملينه كيوبك فټ سندھ نه بهر ځي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير خبري كنفرنس كښې د بلاول بھټو په بيان خپل غبرګون كښې ووئيل د بې وزليو او مزدورانو د حقونو غږ پورته كوؤنكو پنشن اخستونكي هم نه دي بخښلې۔ ستا د وزيراعلی ماتحت د خزانې محكمه كښې د پو پاندې 2 اربه روپو فراډ د پنشنرز فنډ كښې رامخے ته شو۔ جعلی پنشنرز او جعلی اکاؤنټس جوړ كړے شول۔ هغه ووئيل قام نه دا هېره نه ده چې غنم نه ريليز كولو سره تاسو د غنمو قلت پېدا كړو او د سندھ اولس ته ګران اوړه وركړې شول۔ هغه ووئيل بلاول دې الېكشن كمېشن ته د دړكو وركولو په ځائې د خپل جماعت د فارن فنډنګ ځواب وكړي۔ هغه ووئيل د پي ډي اېم زور ختم شوے دے۔ د ذاتي ګتو بچ كولو تحريك د مېدانونو او مركزي سترو لارو نه اوس تر كوڅو او څلور لارو محدود شوے دے۔ هغه ووئيل د بلاول صاحب سياست په دروغو ٬ دهوكه او كرپشن اډانه دے۔