برټش اوپن ټېنس ټورنامنټ به ﴿سبا﴾ په انګلستان كښې پېل كېږي

لندن 18 دسمبر (اے پي پي) د لان ټېنس اېسوسي اېشن او د برتانيې ټېنس سټار جمي مرے لخوا برټش اوپن ټېنس ټورنامنټ به ﴿سبا﴾ د زيارت په ورځ په انګلستان كښې پېل كېږي. په ټورنامنټ كښې به د انګلستان د ټېنس نوميالې سټار او پخوانې نمبر ون برتانوي سټار اېنډي مرے او هېتهروواټسن هم ګډون كوي. ټورنامنټ به د روهېمپټن په نېشنل ټېنس سنټر كښې كېږي. ټورنامنټ به د دسمبر په 23مه نېټه پاې ته رسي. په ټورنامنټ كښې به 30 ليګ مېچونه كېږي. په ټورنامنټ كښې به 16 نارينه او زنانه لوبغاړې برخه اخلي