برتانيې د اسرائيل څخه د يهودي آبادې د نه جوړولو غوښتنه وكړه

لندن 19 جنوري (اے پي پي) برتانيې د اسرائيلي حكومت څخه په مقبوضه بيت المقدس او لوېديځه پوله كښې د يهودي ابادې په سمدستي توګه د ودرولو غوښتنه كړې. د برتانيې خارجه وزارت په يو بيان كښې وئيلي دي په مقبوضه فلسطيني سيمو كښې د 780 كورونو جوړولو په اړه د اسرائيل اعلان برتانيې لپاره د اندېښنې وړ دے. په بيان كښې وئيلي شوي په مقبوضه فلسطينو سيمو كښې يهودي آبادي د نړيوالو قواني له مخې غېر قانوني ده. د دې په نتيجه كښې د شخړې دوه رياستي حل ته زيان رسيږي