براډ شيټ پانامه پلس دے، د شريفې كورنۍ د ايون فېلډ نه علاوه په يو اے اي٬ سعودي او لندن كښې د سل مېليونه ډالرو جائيدادونه رامخئ ته كېدونكې دي۔ د شېخ رشيد احمد پرېس كنفرنس ته وېنا

APP55-220121 KARACHI: January 22 - Interior Minister Sheikh Rashid Ahmed addressing a press conference at local hotel. APP photo by Syed Abbas Mehdi

کراچۍ 22 جنوري(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي براډ شيټ پانامه پلس دے، د شريفې كورنۍ د ايون فېلډ نه علاوه په يو اے اي٬ سعودي او لندن كښې د سل مېليونه ډالرو جائيدادونه رامخئ ته كېدونكې دي، په راتلونكو دوو دريو مياشتو كښې به براډ شيټ د پاکستان پانامه ټو وي، د جسټس عظمت شېخ په ځاے كه تاسو د جسټس قيوم په طمعه ئې نه دغه هېر كړې، ما د پامانه د كېس خپله پېروي كړې٬ يوه خبره كول غواړم چې جسټس (ر) عظمت شېخ واليم ټېن لوستے دے او دا خبر تاسو لپاره كافي دے۔ د دې د خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ كراچۍ كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل په راتلونكو انتخاباتو كښې چې د براډ شيټ څخه څه رابهر كېدونكې دي ھغې كښې به دوي راګېر شي٬ دې لپاره ما مريم نواز ته وئيلي وٶ چې تاسو دا ولولۍ، اوس به دا د براډ شيټ د انكوائري كمېټۍ په مشر اعتراض كوي، زه دا مريم نواز ته عمرله وايم چې د وېنا نه وړاندې لږه لوسته كوه ۔ ده ووئيل ما وئيل چې پي ډي اېم به په الېكشن كښې برخه اخلي او استعفاګانې به نه وركوي٬ پي ډي اېم په اسلام آباد كښې احتجاج كولو او بلاول په عمرکوټ جشن لمانځلو۔ ده ووئيل دوي به لاريون كوي د قانون او آئين په دائره كښې دننه٬ مونږ به خنډان نه راولاړٶ لكه څنګه چې مونږ د الېكشن كمېشن مخې ته هېڅ نه ٶ رامخې ته كړې۔ شېخ رشيد احمد ووئيل پي ډي اېم اوس وېنا لپاره هېڅ نه لري٬ يو لاريون دوي له كول دي كوم لپاره چې مونږ انتظار كوٶ۔ ده ووئيل د كرونا نه پس د هېواد معيشت كښې بهتري راغلې، صنعتونه چالو شوي ٬ دوي په دې كښې خنډان راولاړول غواړي، تاسو چې څه خوښه وي وكړې ستاسو د اقتدار دوره به بيا نه راځي۔ ده ووئيل د مولانا 6 فيصده ووټونه او 13 غړي شته۔ داخله وزير ووئيل په هېواد كښې رېډ الرټ دے او نړيوال قوتونه پاكستان او سي پېك ډسټرب كول غواړي، په پاکستان كښې غېر ملكي دښمنان په دې هېواد كښې امن ليدل نه غواړي او دې لپاره د هېواد په مهمو ښاريو كښې رېډ الرټ دے چې كرېډټ ئې پاك پوځ٬ رېنجرز٬ انټيلي جنس او قانون نافذ كوونكو نورو ادارو ته ځي دوي ډېر پېښې د وخت نه وړاندې ناكامه كړېدي۔ ده ووئيل نادرا ٬ اېف آئي اے او نورو ادارو كښې بلها صلاحيتونه دشته ۔ ده ووئيل د كراچۍ بهتري د ټولو مقصد دے او زه دا خواهش لرم چې كراچۍ محفوظ ښار جوړولو لپاره د سندھ واكداران په ښار كښې كېمرې لګولو لپاره رېنجرز سره مرسته وكړي۔ ده ووئيل رېنجرز او پوليس د يو ګاډي دوه پائې دي او دواړه د يو بل ملاتړ دي۔ وفاقي وزير ووئيل په افغان پوله د 88 نه تر 90 فيصده ازغن تارونه لګولې شوي او ايران سره هم په 40 فيصده، په دې مونږ پاك پوځ ته سلام كوٶ او د سږ كال تر پائې به د دواړو هېوادونو په پولو ازغن تارونه ولګولې شي۔ شېخ رشيد ووئيل وزيراعظم عمران خان په ملګرو ملتونو كښې د كشمېر مقدمه رامخې ته كړې ٬ د مودي هټلر نامه عمران خان معرفي كړې ۔ شېخ رشيد احمد ووئيل وزيراعظم عمران پرون خپله وئيلي وٶ چې د فارن فنډنګ كېس دې اوپن ټرائل وكړے شي، پاکستان تحريك انصاف د هېواد يوازنې ګوند دے چا چې د 40 زره كسانو رېكارډ وركړے او پاتې ګوندونو د 4 زره كسانو رېكارډ هم نه دې جمع كړے۔ ده ووئيل ان شاء اللہ وزيراعظم عمران خان به خپله آئيني موده ترسره كوي۔ ده ووئيل ټولو ادارو ته امر شوے چې د تېلو او نشه اي توكو د قاچاق لاره ونيسۍ ۔ ده ووئيل د تهاڼې كلتور ھغه وخت رڼګ شوے كله چې خلقو ته په كورونو كښې د اے آېس آئي لېټرز وركړے شول او نن ھغوي اېس پي جوړ شوي