برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره يو لكه 2 زره څخه زياته شوه

ریوډی جنیرو 11 اګست (اے پی پی) لاطینی امریكې برازیل هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره تشویشناك حد ته رسيدلې او هيواد كښې تر اوسه يو لكه 2 زره كسان مړه شوي۔ د نهې په ورځ د امریكې ميډيا له مخې برازیل كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 22 زره نوي كیسونه رامخې ته شوي چې ورسره د رنځورانو شميره 3057470 ته رسيدلې ده۔ برازیل كښې دا مهال د كورونا وائرس 791801 فعاله رنځوران شته ۔ د برازیل د روغتيا وزارت شميرې له مخې هيواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله نور 703 كسان مړه شوي۔ برازیل د كورونا وائرس رنځورانو او مړو په اعتبار سره د امريكې نه پس تر ټولو زيات ځپلے شوے د نړۍ دويم هيواد دے۔ برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره پرله پسې زياتېږي۔ ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره دوه كروړه 3 لكهه ته رسيدلېي٬ دغسې د مړو شميره 7 لكهه 38 زره څخه زياته ده۔ برازیل كښې د كورونا وائرس وړومبنے كيس سږ كال په 26 فروری رامخې ته شوے ؤ