برازيليا 28 فروري (اے پي پي) برازيل كښې تيرو 24 ساعتونو په مهال كورونا وائرس يو زر 86 نوي كيسونه رامخې ته شوي دې نه پس د ځپلې شوي كسانو مجموعي شميره يو كروړ 5 لكهه 17 زره 232 څخه زياته شوي۔ د چين ميډيا له مخي برازيل د روغتيا وزارت چارواكو ووئيل هېواد كښې د كورونا وائرس له امله يو زر 386 كسان نور مړه شوي دې نه پس د مړو شميره 2 لكهه 54 زره 263 ته رسيدلي ده دغسې د كورونا وائرس له امله ښه شوي كسانو شميره 93 لكهه 86 زره 440 ته رسيدلي۔برازيل كښې تيره ورځ 6.4 مليونه كسانو ته د كووډ۔19 ويكسين يو خوراك وركړې شوي دغسې 1.8 مليونه كسانو ته دوه ٬ دوه خوراكونه وركړې شوي دي۔