برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 2 لكهه 17 زره څخه زياته شوه

ريوډي جنيرو 25 جنوري (اے پي پي) برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 2 لكهه 17 زره څخه زياته شوې دغسې ټول هېواد كښې د رنځورانو شميره 88 لكهه 44 زره ته رسيدلې ده۔د ګل په ورځ د امريكې ميډيا له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو نه پس د مصدقه رنځورانو شميره 8844600 ته رسيدلې ۔ برازيل كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو شوو كسانو شميره 217081 ته رسيدلې ،هېواد كښې دا مهال د كورونا وائرس 973749 فعاله رنځوران موجود دي۔ د برازيل د روغتيا وزارت شميرې له مخې هېواد كښې تر اوسه 7653770 څخه زيات كورونا رنځوران ښه شوي۔ برازيل د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ دريم دغسې د مړو په اړه دويم زيات ځپلے هېواد دے۔ چارواكو ووئيل هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره پرله پسې زياتيږي او د هېواد لويو ښارونو كښې د كورونا وائرس په تندۍ سره خپريږي