برازيل كښې د كورونا وائرس رونځورانو شميره يو كروړ دوه لكهه ته ورسيده

ريوډي جنيرو 23 فروري (اے پي پي) برازيل كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره يو كروړ دوه لكهه ته رسيدلي ده، هېواد كښې د كورونا وائرس څخه بچ كيدو لپاره روان ويكسينيشن كمپائن په مهال تر اوسه 69 لكهه 50 زره څخه زيات كسانو ته ويكسين لګولې شوي۔ د نهې په ورځ د امريكې ميډيا له مخې برازيل كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو شميره پرله پسې زياتيږي، هېواد كښې كورونا وائرس له امله تر اوسه 247276 كسان مړه شوي۔ برازيل كښې د كورونا وائرس 811040 فعاله رنځوران موجود دي۔ د روغتيا وزارت شميرې له مخې هېواد كښې تر اوسه 9139215 څخه زيات د كورونا رنځوران ښه شوي۔ برازيل د كورونا وائرس رونځورانو اعتبار سره د نړۍ دريم دغسې د مړو په اړه دويم زيات ځپلے هېواد دے۔