بان كی مون بغداد كښې د بمي چاودنو غندنه وكړه

نيويارك 04 جولائي (اے پی پی)د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كی مون د عراق پھ پايه تخت بغداد كښې تېره ورځ د شويو بمي چاودنو غندنه كړی ده پھ كومو كښې چې ګڼ شمېر كسان مړه او ژوبل شوي وو۔د ګل په ورځ جاري شوي بيان كښې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د ترهه ګرو لخوا د اختر په شپانګ بوښت كسان پھ نښه كول يو غېر انساني فعل ګرځولې۔عمومي سېكتر د عراق اولس ته غږ كړی چې هغوي د هېواد اتحاد ته زيان رسولو لپاره د يرې خپرولو هڅې رد كړئ او پھ حكومت يې زور راوړے چې پھ دې بريدونو كښې ككړ كسان انصاف سره مخ كړي۔بيان كښې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر پھ بمي چاودنو كښې د مړو او ژوبل شويو كسانو كورنيو او حكومت سره د افسوس څرګندونه كړې ده