اېشین چیمپئنز ټرافی هاکی ټورنامنټ روان كال د اكتوبر وړومبۍ نېټې نه بنګله دېش كښې پېل كېږي

اسلام آباد۔2مئی(اے پی پی) د اېشین هاکی فېډرېشن ترسېوري لاندې مېنز اېشین چیمپئنز ټرافی هاکی ټورنامنټ روان كال د اكتوبر وړومبۍ نېټې نه د بنګله دېش پلازمينه ډھاكه كښې پېل كېږي۔ ټورنامنټ كښې د 6 هېوادونو لوبډلې برخه اخلي كومو كښې چې د كوربه لوبډلې بنګله دېش په شمول پاکستان، جاپان، هند، ملائیشیا او کوریا شامل ده۔ دا ټورنامنټ به تر 9 اکتوبر دوام لري۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تېر كال دا ايونټ د نومبر مياشت كښې كول وو كوم چې د كورونا نړيوالې وبا د لاسه ځنډولے شوے و۔