ايران كښې د 5.4 شدت زلزله

تهران۔ 16جنوری(اے پی پی) ايران كښې د 5.4 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د امريكائي جيولوجيكل سروے له مخې د زلزلې مركز د ايران بندرلېنج ښار نه 49 كلوميټره لرې قطبي ختيز كښې وو۔ د زلزلې ژوروالې 11.76 کلومیټره ريكارډ كړے شوے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د زلزلې د لاسه تر دې دمه د كوم ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔