اولنے عظيم الشان خلفائے راشدین کنفرنس سبا سكھر كښې كېږي

سکھر۔23فروری (اے پی پی) د مرکزی جماعت اهلسنت ضلع سکھر امیر صاحبزادہ محمد عبېد اللہ قرېشی سبحانی وئيلي دي اولنے عظيم الشان خلفائے راشدین کنفرنس سبا د فرورۍ په 25 مه نېټه سكھر كښې كېږي۔ دا كنفرنس به يو مهم سنګ ميل ثابت شي۔ د كنفرنس تيارې روانې دي۔ په جاري كړي يو بيان كښې هغه ووئيل د فرورۍ په 25 مه نېټه به د ماسخوتن مونځ نه وروسته د سكھر غوثیه جومات كښې د مفتي اعظم جانشين علامه مفتي محمد ابراهيم قادري په مشرۍ كښې اولنے عظيم الشان خلفائے راشدین کنفرنس كېږي۔ په دې كنفرنس كښې به د سندھ د مرکزی جماعت اهلسنت امير مفتی محمد جان نعیمی ، او د ناظم اعلی سید ضمیر حسین شاہ جیلانی په شمول نور يو شمېر علماﺀ كرام ګډون كوي۔ كنفرنس كښې ګډون كولو له د بلنو استولو لړۍ روانه ده